د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې ترڅنګ او د رحمان مېنې تفریحي پارک څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د منظمې څارنې په لړ کې، د کابل ښار د اتمې ناحیې په هغه سیمه کې چې د اتمې امنیتي حوزې ترڅنګ موقعیت لري، څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یاده سیمه کې، چې د اداري ساحې او سړک د حریم په توګه مشخصه شوې، د موقتي دوکانونو د جوړولو چارې روانې وې.
همدارنګه، تخنیکي ټیم د احتمالي ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د رحمان مېنې له تفریحي پارک څخه هم لیدنه او ارزونه وکړه.
د دې څارنې پر مهال د ساحې د پلان، تر ځمکې لاندې برخو، عامهالمنفعه تاسیساتو او ودانیو د تراکم اړوند معیارونو، په ځانګړي ډول د ځمکې د پوښښ او ودانیزې کثافت کچې او موضوعات وڅېړل شول.
د ښاري پلانونو د تطبیق، د غیرمعیاري ودانیو د تراکم او د غیرمجازو ساختماني فعالیتونو د مخنیوي په موخه به د کابل ښار له نورو ښارګوټو څخه هم د ټاکل شوي کاري پلان له مخې څارنې دوام ولري.
