د ننګرهار ولایت د مکروریانو د۶۰ بلاکونو له ساحې د توپوګرافۍ سروې ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۱۸
مکروریان فارم هډه

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي آی اېس ریاست تخنیکي ټیمونو په ننګرهار ولایت کې د مکروریانو د ۶۰ بلاکونو له ساحې څخه د توپوګرافۍ سروې ترسره کړه.

یاده سروې د معیاري ښاري پراختیا، د دقیقو نقشو د ترتیب، او د راتلونکو ساختماني او انکشافي پروژو د تخنیکي پلان جوړونې په موخه ترسره شوه، چې په ترڅ کې د ساحې ټول جیوماتیک معلومات، ارتفاعات او اړوند تخنیکي جزئیات ثبت او تحلیل شول.

د معلوماتو له مخې، د سروې شوې ساحې مجموعي مساحت ۲۱۷.۳ جریبه ځمکه ښودل شوې، چې د ښاري پلان جوړونې او د اړوندو پروژو د تطبیق لپاره به ترې تخنیکي استفاده وشي.

د دې ډول سروې ګانو موخه د دقیقو تخنیکي معلوماتو برابرول، د ښاري پراختیا ښه مدیریت، او د راتلونکو پروژو لپاره د باور وړ تخنیکي بنسټ رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت