کابل ښار کې د قطر استوګنیز ښارګوټي د رغنیزو چارو له بهیر تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴/۱۲/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو پر تطبیق د څار محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د دوامدارې څارنې او مراقبت د پروګرام له مخې، د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال خان په سیمه کې د قطر استوګنیز ښارګوټي پروژې د روانو رغنیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د ترسره شوې څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې د لومړي، دویم او درېیم بلاک په ودانیو کې د داخلي او خارجي رنګمالۍ، نجارۍ، د اوبو رسولو او برېښنا اړوند چارې د منظور شوو تخنیکي ډیزاینونو او تطبیقي پلانونو مطابق په منظم او معیاري ډول روانې دي.
یاده پروژه د یوه معیاري استوګنیز ښارګوټي په توګه رامنځته کېږي، چې په کې اړینې ښاري اسانتیاوې او بنسټیز خدمات په پام کې نیول شوي دي.
همداراز، د پروژې مسؤلینو او تخنیکي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو د قرارداد د تخنیکي اسنادو، ملي ودانیزو مقرراتو او منل شوو نړیوالو معیارونو په رڼا کې د چارو د کیفیت، خوندیتوب او اغېزمن تطبیق لپاره لا زیاتې هڅې ترسره کړي.
