د میدان وردګ جهادي مدرسې ساحه کې د توپوګرافي سروې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي
۱۴۴۷/۱۲/۰۶
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونو، د میدان ښار مرکز اړوند د جهادي مدرسې ساحې د توپوګرافي سروې چارې په منظم ډول پرمخ وړي، چې ټاکل شوې ډېر ژر بشپړې شي.
د توپوګرافي سروې چارې اوسمهال د تطبیق په وروستي پړاو کې قرار لري او د ساحوي کارونو له بشپړېدو وروسته به د سیمې توپوګرافي پلان ترتیب شي.
یاده سروې د تخنیکي معیارونو او انجنیري اصولو مطابق د متخصصو تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره کېږي، څو د راتلونکو ودانیزو او پراختیایي پروژو لپاره دقیق تخنیکي معلومات برابر شي.
د دغو سروې چارو موخه د سیمې تخنیکي ارزونه، د معیاري پلان جوړونې لپاره د دقیقو معلوماتو راټولول او د راتلونکو ودانیزو پروژو د منظم تطبیق لپاره لازمې تخنیکي زمینې برابرول یاد شوي دي.
