د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۰:۱۴
تورغونډۍ

۱۴۴۷/۱۲/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند تخنیکي پلاوي، د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ کې د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي او تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاد ګډ پلاوی چې د ولایت مقام استازي، د رباط سنګي ولسوالۍ د مرستیال، د کور او ښار جوړولو ریاست استازو څخه جوړ شوی، د پروژې د تطبیق بهیر یې له نږدې وارزاوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې اوسمهال د پروژې په ساحه کې د احاطوي دېوال د سنګ‌ کارۍ او کیورینګ چارې روانې دي او کارونه د تخنیکي مشخصاتو او منظور شوو معیارونو مطابق مخته وړل کېږي.

همداراز، د تخنیکي پلاوي له لوري قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او تخنیکي لارښوونې وشوې، څو د پروژې چارې د ټاکل شوو معیارونو، تخنیکي اصولو او منظور شوي پلان مطابق په معیاري ډول بشپړې شي.

د دغې څارنې موخه د پروژې د کیفیت ارزونه، د ودانیزو معیارونو رعایت، د چارو د شفاف تطبیق ډاډمنول او د بندري تاسیساتو د بنسټیزو پروژو د معیاري تطبیق تأمین یاد شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت