د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۱
۱۲ ناحیه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د کنټرول کیفیت د عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پلانونو په لړ د کابل ښار ۱۲مې ناحیې اړوند د احمد شاه باب مینې څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د څارنې په ترڅ کې د یادې سیمې بېلابېل برخې وڅارل شوې او څرګنده شوه چې په ځینو شنو ساحو کې د هټیو غیرقانوني ودانیزې چارې ترسره شوې دي، چې له امله یې ځینې جوړ شوې دوکانونه مهر او لاک شول او هغه ساختماني کارونه چې روان وو، سمدستي ودرول شول.

همداراز ټولو مالکینو ته سپارښتنه وشوه چې د خپلو پروژو قانوني اسناد، جوازونه او رسمي مدارک اړوند ریاست ته وړاندې کړي، څو د منظور شوو ښاري پلانونو سره د مطابقت له ارزونې وروسته لازم قانوني اجراآت ترسره شي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د څارنو دا لړۍ به د پلان له مخې په دوامداره ډول د کابل ښار په نورو سیمو کې هم جریان ولري، څو د ښاري نظم د ټینګښت او د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۱
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د کنټرول کیفیت د عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پلانونو په لړ د کابل ښار ۱۲مې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

په پنځو ولایتونو کې د استوګنیزو نمرو پراخ وېش؛ په توله کې د نمرو شمېر له ۳۲ زرو واوښت

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د هېواد په پنځو ولایتونو کې (۱۱۰۵) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د تیرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۰
Background image

د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ساختماني چارو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت