د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ساختماني چارو مخه ونیول شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۰
پنځمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د سره میاشت ښارګوټي له ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د یادې سیمې څخه تر دې وړاندې هم څو ځله تخنیکي لیدنې او ارزونې ترسره شوې وې او د پروژو مالکینو ته سپارښتنه شوې وه، څو هغه ساختماني چارې ودروي چې د ښار جوړونې له اصولو، مقرراتو او منظور شوو پلانونو سره په ټکر کې دي، ترڅو په دې اړه د وزارت مقام وروستۍ پرېکړه وشي.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې ځینې ساختماني فعالیتونه په پټه توګه دوام لري، له همدې امله ټولې هغه چارې چې د ښاري پلانونو خلاف روانې وې، ودرول شوې، له سرغړوونکو اشخاصو څخه لیکلې ژمنې واخیستل شوې او هغه ودانۍ چې ساختماني کارونه پکې روان وو، مهر او لاک شوې.

د دغو څارنو اساسي موخه د ناقانونه ساختماني فعالیتونو مخنیوی، د ښاري نظم تأمین، د ښاري پلانونو دقیق تطبیق او په کابل ښار کې د غیرمعیاري ودانیو د پراختیا مخنیوی یاد شوی دی.

د ښاري سرغړونو پر وړاندې به نظارتونه او قانوني اقدامات په جدي ډول دوام ولري، څو ټولې ساختماني چارې د نافذه اصولو او تخنیکي معیارونو مطابق ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۱
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د کنټرول کیفیت د عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پلانونو په لړ د کابل ښار ۱۲مې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

په پنځو ولایتونو کې د استوګنیزو نمرو پراخ وېش؛ په توله کې د نمرو شمېر له ۳۲ زرو واوښت

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د هېواد په پنځو ولایتونو کې (۱۱۰۵) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د تیرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۰
Background image

د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ساختماني چارو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت