د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د سړک د مسیر د بدلون په اړه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۲۳
دولسمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۱/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي د عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ښار د دولسمې ناحیې د (احمد شا بابا مینې) له ساحې څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د سیمې د اوسېدونکو د رسمي شکایت پر بنسټ ترسره شوه، چې پکې د ښاروالۍ له لوري د سړک د مسیر د بدلون موضوع مطرح شوې وه.

د څارنې پر مهال د سیمې له اوسېدونکو او د ګذر وکیل سره له نږدې خبرې وشوې او د هغوی نظرونه او اندېښنې واورېدل شوې.

د یادې موضوع د حل لپاره به د خلکو اندېښنې او ټول حقوقي او تخنیکي موضوعات د اړوندې ادارې سره په ګډه، د بشپړې همغږۍ او مشورې له لارې وڅېړل شي، څو د قانوني اجراآتو په رڼا کې منظمه ښاري پراختیا تأمین او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت