د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
جی پی ایس

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز) خصوصي شرکت سره، د دغه وزارت د محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح له لوري لاسلیک شو.

د دغه قرارداد له مخې به، د وزارت پر ټولو اړوندو وسایطو د GPS عصري تعقیبي سیسټم نصب او فعال شي، ترڅو د موټرو د تګ راتګ مسیرونه او د استفادې څرنګوالی په دقیق او اغېزمن ډول وڅارل شي.

دغه سیستم به، د غیر ضروري او شخصي تګ راتګ مخه ونیسي، د تېلو د مصرف د کنټرول او سپما زمینه به برابره کړي، د موټرو د خوندیتوب کچه به لوړه کړي او د غلا یا غیرقانوني استفادې په صورت کې به د وسایطو د چټک موندلو او تعقیب اسانتیا رامنځته کړي.

همدارنګه، دا سیستم به د وسایطو د مدیریت، راپور ورکولو او څارنې بهیر لا اغېزمن او شفاف کړي.

د کور او ښار جوړولووزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد ریاني ناصح، د دې قرارداد لاسلیک د عامه شتمنیو د خوندي ساتنې، د دولتي امکاناتو د اغېزمنې استفادې، د لګښتونو د راکمولو او د حساب ورکولو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې د نوې ټکنالوژۍ کارول به د ادارې د عصري مدیریت او ښه حکومتولۍ له موخو سره د رسېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت