په کندهار ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۶
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ښار د ۱۵مې ناحیې له بېلابېلو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د الحافظ پلازا د ساختماني چارو وضعیت وڅېړل شو. په یاده پروژه کې څرګنده شوه چې د کندهار ښاروالۍ له لوري ورکړل شوی سایت پلان په ساحه کې په بشپړ ډول مراعت شوی نه دی او ځینې برخې یې د منظور شوې نقشې خلاف عملي شوې دي.
د سرغړونې په موخه د پروژې چارې ودرول شوې او موضوع د اصلاح په موخه اړوندې ادارې ته راجع شوه.
د یادولو وړه ده، چې د ښاري سرغړونو مخنیوی به په دوامداره توګه د تخنیکي څارنې لاندې وي او ټولې پروژې به د منظور شوو نقشو او ښاري اصولو مطابق ارزول کېږي.
