په بغلان کې د ۳۰۰ ټنه مایع ګازو زېرمو د پروژې تخنیکي ارزونه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۳۵
بغلان

۱۴۴۷/۱۱/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څار ریاست تخنیکي ټیم، د بغلان ولایت د کیله‌ ګي ولسوالۍ د بوغابي کلي اړوند د ۳۰۰ ټنه مایع ګازو زېرمو د پروژې له وضعیت څخه تخنیکي ارزونه او ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې موخه د پروژې د اوسني وضعیت ارزونه، د رامنځته شوو ستونزو او ترمیمي چارو بررسی، او د ساحوي ساختماني فعالیتونو د تخنیکي اسنادو او قراردادونو سره د مطابقت ارزول وو.

د تخنیکي ارزونې پر مهال ساحوي انجینرانو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو ټولې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو، تخنیکي اسنادو او د کاري مصؤنیت اصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.

د مایع ګازو د زېرمو پروژې د انرژۍ د زیربناوو له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي، چې تخنیکي څارنه او د معیارونو مطابق تطبیق یې د خوندي استفادې او دوامدارو خدماتو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت