په پل‌علم ښار کې د داخلي سړک له روانو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۱۰
لوګر

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري د پل‌علم ښار د داخلي سړک د اساسي جوړونې له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

یاد سړک د ۱۱۷۹ مترو په اوږدوالي او د ۱۳ مترو په بر د پل‌علم ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت تمویلېږي، چې له چارو یې څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د پروژې تخنیکي وضعیت، د کار کیفیت او د تطبیق بهیر وارزول شو، چې له مخې یې چارې د ټاکلي پلان مطابق روانې وبلل شوې.

 دا مهال د پروژې شاوخوا ۱۵ سلنه کار بشپړ شوی او د انجینري ټیم له لوري یې دوامداره نظارت او مراقبت روان دی.

د ودانیزو پروژو منظم نظارت د کیفیت د تضمین، د تخنیکي معیارونو د رعایت او د پروژو د پر وخت بشپړېدو لپاره اړین بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۶
Background image

په کندهار ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ښار د ۱۵مې ناحیې له بېلابېلو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د الحافظ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

په ایبک ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۴۴۷/۱۱/۲۶

د سمنګان ولایت د ایبک ښار په بېلابېلو پلان لرونکو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه دتخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
Background image

په ننګرهار کې د څو ښارګوټو تخنیکي چارې بشپړې او د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري استول شوو تخنیکي ټیمونو د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د یو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت