د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت  د انجنیرۍ نظام او د مقرراتو د طرحې محترم رئیس په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د تخنیکي کمېټې یو شمېر غړو او د عطا خیریه بنسټ مسؤلینو ګډون درلود.

په غونډه کې د یاد کمپلکس د (کانسپت)، (ټي ‌او ‌ار) او نقشو د طرحې په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

همدارنګه، د عطا خیریه بنسټ مسؤلینو د پروژې د يراختیايي پلان، د بسترونو د ظرفیت، د نقشې د ډیزاین او د ډیزاین کوونکي شرکت په اړه د ګډونوالو پوښتنو ته وضاحت ورکړ.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د عطا خیریه بنسټ دې د پروژې اړوند ټول موضوعات په لیکلي بڼه د تخنیکي کمېټې له لارې د چارو ادارې عمومي ریاست سره شریک کړي، څو د پروژې د تطبیق په اړه موجودې پوښتنې حل شي.

د یادونې وړ ده چې یاد طبي کمپلکس به د کابل نوي ښار په محدوده کې په ۱۱ جریبه ځمکه کې جوړ شي، چې د احاطې چارې یې بشپړې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي او تخنیکي ټیمونه په پرله ‌پسې هڅو بوخت دي، څو معیاري، عصري او باکیفیته ډیزاینونه ترتیب کړي او د هېوادوالو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت