په میدان وردګ ولایت کې پر راستانه شوو مهاجرو د ځمکو د وېش لړۍ په دوام نورو مهاجرو کورنیو ته هم نمرې ورکړل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳۸
وردګ

۱۴۴۷/۹/۱۹

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست له لوري د راستنو شوو مهاجرینو د بیا مېشتېدو په موخه د ځمکو د وېش لړۍ ترسره شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت د اړوند ریاست له لوري د ولایتي کمېټې د استازو په شتون کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې.

دا پروسه د شفافې قرعه‌کشۍ له لارې ترسره شوه او په دغه پړاو کې اتلس (۱۸) راستنو شوو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې.

د نمرو وېش د دې لپاره ترسره شو چې راستنې شوې کورنۍ وکولای شي په منظم ډول د استوګنې ځایونه ترلاسه کړي او د دوامدار ژوند لپاره ورته مناسب شرایط برابر شي.

دا پروګرام د هغو افغان مهاجرو د ملاتړ برخه ده چې له نورو هېوادونو څخه بېرته هېواد ته راستانېږي او په کور دننه ورته هڅې روانې دي، چې راستنېدونکو ته د سرپناه، ځمکې او بنسټیزو خدماتو برابرولو له لارې د بیا مېشتېدو زمینه برابره شي.

د نمرو وېش به په راتلونکو پړاوونو کې هم دوام ولري، څو نورې راستنې شوې کورنۍ هم د استوګنې له دې فرصت څخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت