فاریاب کې د قوزي بای قلعه او قریش سیمو د سړکونو له پروژې څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۹
فاریاب

۱۴۴۷/۹/۷

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د دې ولایت د دولت اباد ولسوالۍ اړوند د قوزي بای قلعه او د قریش سیمې د سړکونو له پروژې تخنیکي څارنه وکړه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د ارزونې پر مهال وموندل شوه چې د سړکونو د کانکرېټ اچولو چارې د منظور شوې نقشې او انجنيري معیارونو مطابق په عملي ډول روانې دي.

د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله، د یادې د پروژې شاوخوا ۶۰ سلنه کار بشپړ شوی دی.

د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې، څو پاتې چارې هم په بشپړ ډول د تخنیکي نقشې او منل شوو انجنيري معیارونو سره سمې پرمخ یوسي.

دغه راز، ټینګار وشو چې پروژه په ټاکلي وخت او معیاري ډول بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا ډول دوامداره تخنیکي نظارت د باکیفیته عامه پروژو د تطبیق او د ښاري زېربناوو د معیاري پراختیا لپاره اړین ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

په ننګرهار کې نږدې دوه زره کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۱
Background image

په خوست کې د مسجد شریف له ودانیزې پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینري ټیم له لوري د مستوفیت ریاست اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې څخه نظارت ترسره شو.

د څارنې پر مهال د بنسټیزو کانکریټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

په ارزګان کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم، د دې ولایت د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت