د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ناقانونه رغنیزو او سوداګریزو فعالیتونو پر ضد جدي اقدام

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۲۵
اوولسمه ناحیه

۱۴۴۷/۹/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پراختیایي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ، د دغه وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه عملي اقدامات ترسره کړل.

دغه څارنه د کوتل سړک له پیل څخه تر پایه پورې، چې ادروګل ښارګوټی او طلایي ښارګوټی هم په کې شامل دي، ترسره شوه.

د کوتل سړک چپ لوري ته هټیوالو ارانو ته د تېر په څېر د ۱۵ ورځو مهلت ورکړل شو، څو خپل ناقانونه جوړښتونه اصلاح یا تخلیه کړي.

د اقدام د ښاري قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو، د غیر منظمې ګڼې ‌ګوڼې د مخنیوي، د منظور شوو پلانونو مطابق د پروژو د تطبیق او په ښار کې د ناقانونه رغنیزو فعالیتونو د پراختیا د مخنیوي په موخه ترسره شو.

یاده څارنه ترسره شوه، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ښار جوړولو قوانین په بشپړ ډول رعایت کېږي، پروژې د تصویب شوو نقشو له مخې عملي کېږي او د ساختماني سرغړونو مخه په جدي ډول نیول کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، ټینګار کوي چې د قانون پلي کېدل د منظم، خوندي او معیاري ښار د رامنځته کېدو بنسټ جوړوي، او دا ډول اقدامات به په دوامداره توګه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

په کجکي ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت د جامع مسجد طرح او ډیزاین بشپړ شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هلمند ولایت د حج او اوقافو ریاست د رسمي غوښتنې پر اساس، د کجکي ولسوالۍ لپاره د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت یو معیاري مرکزي جامع مسجد طرح او ډیزاین ترتیب شوی دی.

یاده طرحه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۰
Background image

په پنجشیر کې د پوهنتون د تاسیساتو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافیکه سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست له لوري د پنجشیر ولایت په مرکز کې د پوهنتون د تاسیساتو د جوړولو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳
Background image

په هرات کې د هوايي ډګر د پروژې د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هرات ولایت د هوايي ډګر ریاست په غوښتنه، د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینرۍ ټیم له لوري د ګذره ولسوالۍ اړوند د هوايي ډګر په جنوبي رمپ کې د ترانسفارمر خونې د لومړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت