بامیان ولایت کې د ښاري ژوند، پلانونو تطبیق او نورو اړینو مواردو په تړاو بحث وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۲۴
بامیان

۱۴۴۷/۹/۶

بامیان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست، خپله اداري غونډه ترسره کړه، چې په کې پر مهمو مواردو خبرې اترې وشوې.

د غونډې په اجنډا کې پر مهمو موضوعاتو ؛ د نقشو د ویزه کولو پر څرنګوالي، د ۱۴۰۴ مالي کال د پلان مطابق ترسره شوو فعالیتونو، د ۱۴۰۵ کال د کاري پلان د ترتیب پر څرنګوالي، د روان کال د ټاکل شوي هدف مطابق د عوایدو پر راټولولو، د مالي کال د پای ته رسېدو په مناسبت د پاتې حوالو وضعیت، د ښاري سرغړونو د مخنیوي پر څرنګوالي او په دغه ولایت کې په غارونو کې د ژوند کوونکو وګړو لپاره د ښارګوټي د کارونو پر پرمختګ هر اړخیز بحثونه وشول.

د یادو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت، هڅې پیل کړي، چې د درنو هېوادوالو لپاره د منظم ښاري ژوند او اسانتیاوو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

په ننګرهار کې نږدې دوه زره کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۱
Background image

په خوست کې د مسجد شریف له ودانیزې پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینري ټیم له لوري د مستوفیت ریاست اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې څخه نظارت ترسره شو.

د څارنې پر مهال د بنسټیزو کانکریټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

په ارزګان کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم، د دې ولایت د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت