په کابل ښار کې د غیرپلاني ښاري جوړښتونو مخنیوی او د ښاري قوانینو د تطبیق څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۱۵
17 ناخیه

۱۴۴۷/۸/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست ټیمونو، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې سیمو څخه تخنیکي څارنه او ارزونه وکړه.

د دې څارنې موخه د هغه هټیو، ورکشاپونو، رستورانتونو، نورو سوداګریزو او صنعتي فعالیتونو ارزونه وه، چې د کوتل سړک له پیل تر پای پورې جوړ شوي دي.

په دغه څارنه کې د ادروگل ښارګوټی او طلایی ښارګوټی هم شامل وو.

تر دې وړاندې، د یادو ساحو مالکینو ته رسمي خبرتیاوې هم ورکړل شوې وې چې د ټاکل شوې نېټې له ثبتېدو وروسته به په ۱۵ ورځو کې غیر پلاني جوړښتونه یا له منځته یوسي او یا په کې اصلاحات راولي.

د دې خبرتیا په پایله کې، ګڼ شمېر مالکینو خپل فعالیتونه یا ودرول او یا یې مناسب ځایونو ته انتقال کړل، اما د مهلت نېټې تر پای ته رسېدو پورې ځینو نورو اشخاصو بیا هېڅ د اصلاح اقدام ونه کړ، چې ځایونه یې مُهر او لاک شول او فعالیتونه یې بند شول.

یاد اقدام د ښاري قوانینو د تطبیق، د سړکونو او ښار د پلي لارو د ګڼې ګوڼې مخنیوي، د پروژو د پلان سره سم تطبیق، او د غیر پلاني جوړښتونو د پراختیا د مخنیوي لپاره ترسره شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت