د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټی پرانستل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۰:۳۵
سمنګان

۱۴۴۷/۰۸/۲۲

د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د یکه ‌توت په کلي کې د مهاجرینو ښارګوټی پرانستل شو.

یاد ښارګوټی د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د ۲۱۱۳ جریبه ځمکې په ساحه کې طرحه او منظور شوی، چې شاوخوا ۲۲۰۰ استوګنیزې نمرې، ښوونیز مراکز، روغتیايي، مذهبي او سوداګریزمراکز پکې شامل دي.

د ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د سمنګان والي الحاج داملا محمد شعیب رسالت، د دایمي اسکان کمېټې غړو، د امارتي ادارو مسؤلینو، د حضرت سلطان ولسوالۍ ولسوال او د مهاجرینو استازو ګډون کړی و.

د غونډې په ترڅ کې د سمنګان والي وویل، چې د کور او ښار جوړولو وزارت په تخنیکي همکارۍ او د اړوندو ادارو په همغږۍ د راستنېدونکو مهاجرینو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو او د باعزته ژوند د زمینې برابرولو لپاره پر دوامداره هڅو بوخت دی، نوموړي زیاته کړه، چې د مهاجرینو ښارګوټي د استوګنیزو نمراتو د وېش بهیر به د مسوولو کمېټو تر څار لاندې، د کور او ښار جوړولو وزارت د اصولو له مخې، د قرعه کشۍ له لارې او په بشپړ شفافیت سره ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت