په هلمند کې د ترانسپورټ ریاست د ودانۍ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۸/۱۶
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، اړوند د نظارت تخنیکي ټیم د ترانسپورټ ریاست د ودانۍ له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د ترسره شوې څارنې پر مهال، په یاده ودانۍ کې د رنګ مالۍ چارې روانې وې، چې د تخنیکي ټیم له لوري یې د تطبیق څرنګوالی او کیفیت و ارزول شو.
همداراز، د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د قراردادي شرکت مسؤل انجنیر ته لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو د پروژې ټولې ودانیزې چارې د منظور شوو نقشو او د بل احجامو له مخې په منظم، اصولي او معیاري ډول تطبیق شي.
د یادونې وړ ده چې د کور او ښار جوړولو ریاست د دولتي ودانیو د معیاري تطبیق او کیفیت د تضمین په موخه، د ټولو ودانیزو پروژو تخنیکي څارنه په دوامدار ډول ترسره کوي.
