مولوي محمد رباني ناصح د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۲۱
معین مالی و اداری شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۸/۱۵

د اسلامي امارت زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، محترم مولوي محمد رباني ناصح د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

د یادې غونډې پر مهال، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د چارو ادارې محترم لوی ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي فېروز، د چارو ادارې محترم لوی ریاست د پلټنې ریاست مرستیال محترم مولوي عبدالرؤف خدام، د کور او ښار جوړولو وزارت محترمو مرستیالانو ادارې د چارو د محترم استازي، د وزارت محترمو مرستیالانو، رئیسانو او کارکوونکو حضور درلود.

په پیل کې د کور او ښار جوړولو وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، محترم مولوي محمد رباني ناصح ته د مالي او اداري مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او له الله تعالی څخه یې ورته د ښه خدمت کولو د توفیق هیله څرګنده کړه.

ښاغلي وزیر په خپله وینا کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د اوامرو د اطاعت او پلي کېدو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، بدلون، عزل او ارتقاء د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ یو اصل دی، او دا ډول بدلونونه د امارتي ادارو د ښه والي، پرمختګ او خلکو ته د لا ښه خدمت سبب ګرځي.

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د وزارت له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې خپلې دندې ترسره کړي، خلکو ته صادقانه خدمت او ښه چلند وکړي.

وروسته، د چارو ادارې محترم لوی ریاست د دفتر رئیس ښاغلي مولوي فېروز، د محترم مولوي محمد رباني ناصح د ټاکنې په اړه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله حکم ولوست او هغه ته یې د بریا هیله څرګنده کړه.

همدارنګه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، د اسلام دین تر ټولو لوړ دین دی او د بشریت د نجات سبب ګرځي. نوموړي وویل، دا د الله تعالی وعده ده چې اسلام به یوه ورځ نړیوال دین کېږي او هېڅوک یې مخنیوی نه شي کولی.

د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي محمد رباني ناصح تر دې وړاندې د ادارې د چارو د فرهنګي او ټولنیزو چارو د رئیس په توګه دنده ترسره کوله او د نوي حکم له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۲۱
Background image

مولوي محمد رباني ناصح د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شو

۱۴۴۷/۸/۱۵

د اسلامي امارت زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، محترم مولوي محمد رباني ناصح د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه د یوې ځانګړې غونډې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۳:۴۰
Background image

د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو د کیفیت د ارزونې او تخنیکي څارنې بهیرعملي شو

۱۴۴۸/۰۸/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي له روانو ودانیزو چارو څخه هر اړخیزه تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۵
Background image

د فراهرود ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې د موټر د تمځای له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۵

د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې د ټیر پارک (پارکینګ)  ودانیزې چارې د کور او ښار جوړولو ریاست د  تخنیکي ټيم لخوا وڅارل شوې

د ترسره شوې تخنیکي څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت