مولوي محمد رباني ناصح د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۲۱
معین مالی و اداری شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۸/۱۵

د اسلامي امارت زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، محترم مولوي محمد رباني ناصح د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

د یادې غونډې پر مهال، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د چارو ادارې محترم لوی ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي فېروز، د چارو ادارې محترم لوی ریاست د پلټنې ریاست مرستیال محترم مولوي عبدالرؤف خدام، د کور او ښار جوړولو وزارت محترمو مرستیالانو ادارې د چارو د محترم استازي، د وزارت محترمو مرستیالانو، رئیسانو او کارکوونکو حضور درلود.

په پیل کې د کور او ښار جوړولو وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، محترم مولوي محمد رباني ناصح ته د مالي او اداري مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او له الله تعالی څخه یې ورته د ښه خدمت کولو د توفیق هیله څرګنده کړه.

ښاغلي وزیر په خپله وینا کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د اوامرو د اطاعت او پلي کېدو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، بدلون، عزل او ارتقاء د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ یو اصل دی، او دا ډول بدلونونه د امارتي ادارو د ښه والي، پرمختګ او خلکو ته د لا ښه خدمت سبب ګرځي.

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د وزارت له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې خپلې دندې ترسره کړي، خلکو ته صادقانه خدمت او ښه چلند وکړي.

وروسته، د چارو ادارې محترم لوی ریاست د دفتر رئیس ښاغلي مولوي فېروز، د محترم مولوي محمد رباني ناصح د ټاکنې په اړه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله حکم ولوست او هغه ته یې د بریا هیله څرګنده کړه.

همدارنګه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، د اسلام دین تر ټولو لوړ دین دی او د بشریت د نجات سبب ګرځي. نوموړي وویل، دا د الله تعالی وعده ده چې اسلام به یوه ورځ نړیوال دین کېږي او هېڅوک یې مخنیوی نه شي کولی.

د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي محمد رباني ناصح تر دې وړاندې د ادارې د چارو د فرهنګي او ټولنیزو چارو د رئیس په توګه دنده ترسره کوله او د نوي حکم له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

د فراه ښار کې د ښاروالۍ د هوټل د ودانۍ له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د فراه ولایت د فراه ښار د ښاروالۍ د هوټل د درې پوړیزې ودانۍ له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د ساحوي ارزونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۰
Background image

د کاپیسا ولایت په محمود راقي ښارګوټي کې د سنګفرش پروژې چارې بېرته پیل شوې

۱۴۴۷/۰۹/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت د محمود راقي ښارګوټي د سنګفرش پروژې له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د ساحوي ارزونې پر مهال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۱۳
Background image

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د جامع مسجد د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۶

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د جوړېدونکي جامع مسجد له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د ساحوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت