په فراه ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۲:۱۴
فراه ولایت

۱۴۴۸/۰۸/۱۳

د فراه ولایت کور او ښآر جوړول ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په بندر شیخ ابو نصر فراهی سیمه کې د مسجد شریف د جوړولو له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې په ترڅ کې، قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوو نقشو، د احجامو د لېست (Bill of Quantities) او د قرارداد له شرایطو سره سم په ساحه کې تطبیق کړي، همداراز ټینګار وشو چې تازه اچول شوي کانکریټ ته منظم او پر وخت اوبه‌ ورکول یقیني کړي، څو د ساختماني کیفیت معیارونه مراعات شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د ودانیزو پروژو د کیفیت د تضمین په موخه، دوامداره تخنیکي څارنه ترسره کوي، څو چارې د معیارونو او تخنیکي اصولو سره سم پر مخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت