د خوست ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز د نوې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۹
خوست

1447/07/25

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د نظارت او مراقبت د انجینري ټیم له لوري، د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د درملنې د نوي جوړیدونکي تعمیر څخه ساحوي نظارت ترسره شو، یاده ودانۍ چې د اتیا بستریز او لس اطاقه په بڼه طرحه شوې ده، دا مهال یې د چت د کانکریټ کارونه په ساحه کې روان وو.

د څارنې پر مهال، د کارونو د لا ښه والي په موخه ساحوي انجینر سره تخنیکي نظریات او لازمې لارښوونې شریکې شوې. همدارنګه، اړوند ساحوي انجینر او د قراردادي شرکت مسوولینو ته هدایت ورکړل شو چې د پروژې ټولې ودانیزې چارې د نظارتي انجینرانو سره په بشپړه همغږۍ، د منظور شوو نقشو، انجینري نورمونو او مسلکي اصولو په رڼا کې ترسره کړي.

د معتادینو د درملنې مرکز د خوست ولایت له مهمو ټولنیزو روغتیایي پروژو څخه دی چې موخه یې د درملنې د اسانتیاوو پراختیا او د عامې روغتیا د خدمتونو پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت