د کابل ښار په میوند جاده کې د افغان پوست ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۳
کابل جاده میوند

۱۴۴۷/۰۷/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې د کابل ښار د کابل ښار په میوند جاده کې د افغان پوست ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې چارې د منظور شوو تخنیکي اسنادو او مشخصاتو سره سم روانې دي. په دې لړ کې د ودانۍ د خشتکارۍ، د المونیمي کړکیو چمتو کول او نصب، او همدارنګه په پخلنځیو او تشنابونو کې د کاشي او سرامیک نصب چارې شاملې دي.

د دې پروژې فزیکي پرمختګ شاوخوا اته شپېته سلنې ته رسېدلی دی. د څارنې پر مهال ساحوي انجنیرانو ته لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې تر څو د قرارداد د اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو ته پوره پاملرنه وشي.

د افغان پوست د زیربنایي ودانیو پراختیا د مخابراتي او پوستي خدماتو د معیاري کولو او د عامه خدمتونو د اغېزمنتیا په برخه کې مهم رول لري، او د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري دوامداره څارنه د پروژو د کیفیت او منظم تطبیق د ډاډمنولو په موخه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د کابل ښار د شهرنو پارک اړوند سیمو کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

په بامیان ښار کې د سراسیاب سیمې د رغنیز پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د بامیان ښاروالۍ په همغږۍ، د بامیان ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سراسیاب سیمې د رغنیز او انکشافي پلان د ترتیب په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

په هلمند ولایت کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

په هلمند ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د دایمي استوګنیزو نمرو د وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د مهاجرینو د اسانتیا او د چارو د منظم تنظیم په موخه، د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت