د کابل ښار په میوند جاده کې د افغان پوست ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۷/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې د کابل ښار د کابل ښار په میوند جاده کې د افغان پوست ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې چارې د منظور شوو تخنیکي اسنادو او مشخصاتو سره سم روانې دي. په دې لړ کې د ودانۍ د خشتکارۍ، د المونیمي کړکیو چمتو کول او نصب، او همدارنګه په پخلنځیو او تشنابونو کې د کاشي او سرامیک نصب چارې شاملې دي.
د دې پروژې فزیکي پرمختګ شاوخوا اته شپېته سلنې ته رسېدلی دی. د څارنې پر مهال ساحوي انجنیرانو ته لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې تر څو د قرارداد د اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو ته پوره پاملرنه وشي.
د افغان پوست د زیربنایي ودانیو پراختیا د مخابراتي او پوستي خدماتو د معیاري کولو او د عامه خدمتونو د اغېزمنتیا په برخه کې مهم رول لري، او د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري دوامداره څارنه د پروژو د کیفیت او منظم تطبیق د ډاډمنولو په موخه ترسره کېږي.
