په شکردرې ولسوالۍ کې د ښاري پراختیايي پلان د سرغړونو پېژندنه او ساحوي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۲۹
شکردره

۱۴۴۷/۰۷/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو پر بنسټ، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د ښاري پراختیايي پلانونو د نظارت امریت، د دوامدارو څارنو په لړ کې، د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ څخه ساحوي لیدنه او څارنه ترسره کړه.

د ترسره شوې څارنې پر مهال د ښاري پراختیایي پلان له اصولو سره په ټکر کې یو شمېر سرغړونې وپېژندل شوې، چې پکې په تعلیمي ساحو کې د غیرپلاني استوګنیزو کورونو او باغونو موجودیت، په استوګنیزو ساحو کې غیرپلاني کورونه او کرنیزې باغونه، په صنعتي ساحو کې غیرپلاني استوګنیزې ودانۍ او همدارنګه د سړکونو په مسیر کې د استوګنیزو کورونو او باغونو جوړول شامل دي.

همدارنګه، یاد پلاوي د شکردرې ولسوالۍ له محترمې ښاروالۍ سره د همغږۍ او د پېژندل شوو سرغړونو د مخنیوي په موخه لیدنه ترسره کړه. د دې لیدنې پر مهال د هغو سرغړونو د مخنیوي بهیر وڅېړل شو چې د ښاري پراختیايي پلان په ساحه کې رامنځته شوې وې او تر دې وړاندې یې اړوند ادارې ته په رسمي مکتوب کې خبر ورکړل شوی و.

د ښاري پراختیایي پلانونو مراعات د منظم ښار جوړولو، د عامه خدمتونو د خوندي کولو او د ښاري نظم د ټینګښت لپاره بنسټیز ارزښت لري، او د کور او ښار جوړولو وزارت د دې پلانونو د تطبیق لپاره پر دوامدارې څارنې ټینګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په کابل ښار کې د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو د څار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو له روانو فعالیتونو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت