د دولت‌اباد ولسوالۍ د سړکونو د حریم د پاک‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې دي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۱
بلخ، دولت اباد

۱۴۴۷/۰۷/۱۱

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو محترم ریاست په همغږۍ د ولایت محترم مقام، محترمې ښاروالۍ او اړونده محلي ادارو سره، د دولت‌اباد ولسوالۍ د تفصیلي پلان د تطبیق چارې پر مخ وړي.

د دولت اباد ولسوالۍ  له پخوا څخه د تفصیلي پلان خاوند دی او د اداري، خدماتي او سوداګریزو ساحو یوه برخه یې تر دې دمه تطبیق شوې وه.

په دې وروستیو کې، د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پلان مطابق، د ۴۰ متره سړکونو او پاتې ساحو د تطبیق او خط‌ اچونې چارې پیل شوي، چې تر دې دمه یې د پلان د تطبیق برخه په پراخه کچه پر مخ تللې ده.

محلي ادارې په دې برخه کې ژمنې دي چې د پلان پاتې چارې په بشپړ ډول د خلکو په همکارۍ او همغږۍ سره تطبیق کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د سانچارک ولسوالۍ د اوقاف کلان د استنادي دیوال د جوړېدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۷/۱۱

د سرپل ولایت د پراختیایي پروژو د نظارت هیئت د حوادثو د مخنیوي ریاست له رئیس سره یوځای د سانچارک ولسوالۍ د اوقاف کلان د استنادي دیوال د جوړېدو چارې له نږدې وڅېړلې.

د ارزونې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د دولت‌اباد ولسوالۍ د سړکونو د حریم د پاک‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۷/۰۷/۱۱

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو محترم ریاست په همغږۍ د ولایت محترم مقام، محترمې ښاروالۍ او اړونده محلي ادارو سره، د دولت‌اباد ولسوالۍ د تفصیلي پلان د تطبیق چارې پر مخ وړي.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۲۹
Background image

په غزني ولایت کې د یو مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۱۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست په انګړ کې د یو مسجد شریف د جوړولو له روانو چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د جومات د  سنګ‌ کارۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت