د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد د پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۰
خوست ولایت

۱۴۴۷/۷/۳

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د یاد ریاست د انجینرۍ او تخنیکي ټیم له لوري د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف د پروژې له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه، چې د څارنې پر مهال د ودانۍ د پایو د سیخ‌ بندۍ چارې روانې وې.

ښاغلي رئیس وویل، ساحوي انجینر ته لازمې لارښوونې وشوې تر څو ټولې ودانیزې چارې د نقشې، د مشخصاتو، او انجینري نورمونو او اصولو سره سم پر مخ یووسي.

د نوموړي په خبره، یاده پروژه د اساسي ساختماني معیارونو له مخې په یو پوړ کې رغول کېږي چې پکې تشنابونه، فاضله اوبو سیستم او د برښنا سیستم شامل دي.

د یادې پروژې د ودانیزو چارو د دوامدارې څارنې مسؤلیت د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینرۍ او تخنیکي ټیم پر غاړه دی، چې له امله یې د کار په کیفیت کې د پام وړ ښه ‌والی راغلی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت