د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد د پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۷/۳
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د یاد ریاست د انجینرۍ او تخنیکي ټیم له لوري د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف د پروژې له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه، چې د څارنې پر مهال د ودانۍ د پایو د سیخ بندۍ چارې روانې وې.
ښاغلي رئیس وویل، ساحوي انجینر ته لازمې لارښوونې وشوې تر څو ټولې ودانیزې چارې د نقشې، د مشخصاتو، او انجینري نورمونو او اصولو سره سم پر مخ یووسي.
د نوموړي په خبره، یاده پروژه د اساسي ساختماني معیارونو له مخې په یو پوړ کې رغول کېږي چې پکې تشنابونه، فاضله اوبو سیستم او د برښنا سیستم شامل دي.
د یادې پروژې د ودانیزو چارو د دوامدارې څارنې مسؤلیت د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینرۍ او تخنیکي ټیم پر غاړه دی، چې له امله یې د کار په کیفیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.
