د چهارباران ولسوالۍ د نوي جوړېدونکي اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۷/۲
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام او اقتصاد ریاست د استازو په ملتیا، د اړوندو رسمي مکتوبونو او احکامو پر بنسټ، د چهارباران ولسوالۍ ته سفر وکړ تر څو د نوې جوړېدونکې اداري ودانۍ د چارو څخه مراقبت او نظارت تر سره کړي.
ښاغلي رئیس ویل، د ساحوي نظارت پر مهال ولیدل شول، چې د پروژې په چوکاټ کې د تهدابونو کندن کاري، د تهدابونو په فرش کې د بولډرو اچول، د بولډرو پر سر د معیاري کانکریټو اچول، د تهدابونو سیخ بندي او کانکریټ اچونه، او همدارنګه د سنګکارۍ چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د نظارت پر مهال ځینې تخنیکي ستونزې تشخیص شوې، چې پکې د سنګکارۍ په چارو کې د کم ضخامت لرونکو تیږو کارول، د سنګکارۍ د بافت نه مراعت، او همدارنګه په ساحه کې د بار وړتیا د ټسټ نه تر سره کېدل شامل وو.
د یادو ستونزو د حل او د دې لپاره چې چارې د تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ ولاړې شي، د پروژې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې په شفاهي او تحریري بڼه وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د پاتې چارو څخه به د اړوند تخنیکي ټیم له لوري دوامداره نظارت تر سره کېږي.
