د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
کابل جدید

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د ښاري اوبو او فاضلابو عمومی ریاست او برشنا شرکت استازو هم ګډون درلود، د کابل بګرام عمومي سړک باندې بحثونه وشول.

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند برخو لخوا ترتیب شوی دی.

د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، د ا.ا.ا اساسي هدف د هېواد اقتصادي وده ده، نو له همدې امله د ښاري زیربناوو جوړولو باندې چې د اقتصادي پرمختګ بنسټ ګڼل کېږي، تمرکز شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، د نوي کابل ښار پروژه د ملي مهمو پروژو له جملې څخه ده او عمومي سړک یې د ښار یوه اساسي نقطه ګڼل کېږي، چې باید په سمه توګه ډیزاین او تطبیق شي.

محترم بامیاني هیله څرګنده کړه چې د اړونده ادارو استازو مسلکي نظریات به د نقشې د غنامندۍ په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

په غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت انجینرانو چې د کابل-بګرام عمومي سړک ډیزاین یې کړی، د نقشې په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د تخنیکي جزئیاتو په اړه یې وضاحت ورکړ.

د ګډونوالو ادارو استازو خپل تخنیکي او مسلکي نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، څو د دې سړک ډیزاین هر اړخیز پرمختګ وکړي.

په پای کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال وویل، د کابل-بګرام سړک د نقشې ډیزاین په ټولیزه توګه د تایید وړ دی، خو د اړوندو وزارتونو او ادارو تخنیکي نظریات به یې لا غني او ګټور کړي، ترڅو چمتو او عملي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت