په هلمند کې د امام محمد رحمهالله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تمځای د جوړولو تخنیکي سروې ترسره شوه
۱۴۴۸/۳/۲
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د امام محمد رحمهالله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تمځای د جوړولو په موخه د یادې ساحې تخنیکي سروې ترسره کړه.
د سروې پر مهال د ساحې موجوده وضعیت، د سړک او موټر تمځای اړوند ابعاد، د ځمکې حالت او د ودانیزو چارو اړتیاوې په پام کې ونیول شوې او اړین تخنیکي معلومات راټول شول.
له سروې وروسته د یادې ساحې لپاره د کانکریټي سړک او موټر تمځای تخنیکي طرحه او د اړینو ودانیزو چارو، ساختماني موادو او لګښتونو اټکل هم چمتو شو.
د دې تخنیکي پروسې موخه دا ده، چې د امام محمد رحمهالله دیني جامعې لپاره د کانکریټي سړک او مناسب موټر تمځای د جوړولو چارې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي معیارونو او اصولو له مخې ترسره شي.
