د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
شیخ زاید ښارګوټی

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د اعمار تخنیکي اسناد بشپړ شوي او اړوندو تدارکاتي مراجعو ته د طی مراحلو لپاره استول شوي دي.

د دې ریاست د راپور له مخې، د یادې پروژې تخنیکي اسناد تازه د برنامو د انسجام ریاست او د ودانیزو تاسیساتو او ودانیو د طرحې او ډیزاین له عمومي ریاست سره په همغږۍ بشپړ شوي دي.

د برنامو د انسجام مسئولین وایي چې د شیخ زاید ښارګوټي د عامه ګټې پروژو د پلان جوړونې بهیر د ۱۴۴۷ هجري قمري کال له پیله شروع شوی او نږدې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ د هغو پاتې برخو د بشپړولو لپاره ځانګړې شوي چې  مسجد شریف ، روغتون، ښوونځی، مدرسه، تفریحي پارک، وړکتون او نورې اسانتیاوې پکې شاملې دي، له دې جملې مسجد شریف د پروژې مهمه او اصلي برخه ګڼل کېږي.

د مسئولینو په وینا، دا مهال د مسجد شریف د اعمار تخنیکي اسناد بشپړ شوي او پر نورو عام المنفعه پروژو هم د اړوندو ریاستونو له لوري کار روان دی.

مسئولین ټینګار کوي چې د دې پروژو له بشپړېدو وروسته به د شیخ زاید ښارګوټي اوسېدونکي له مهمو عامه خدماتو، په ځانګړي ډول له مسجد شریف څخه چې د دیني او مذهبي چارو لپاره ډېره اړتیا ده، برخمن شي.

د دوی په وینا، د دغو پروژو پلي کېدل به د ښارګوټي د خلکو د ژوند د کیفیت په لوړولو او د عامه خدماتو په اسانه ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت