په تالقان ښار کې د ښاري سرغړونو د څارنې ګډ ټیم خپل کارونه پيل کړل
۱۴۴۷/۶/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم عمومي رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د یو ګډ تخنیکي ټیم په ملتیا یې د تخار ولایت تالقان ښار کې د تفصیلي او انکشافي پلانونو د پلي کېدو، موجودو سرغړونو او د ښار جوړولو اړوند اجرأتو د کیفیت څارنه او ارزونه وکړه.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، په تخار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر محمد حنیف عمرمختار او د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټيم په مشوره او همکارۍ یې په لومړي قدم کې د تالقان ښار د تفصيلي، انکشافي او ستراتیژیک پلانونو څخه کتنه او ارزونه وکړه.
نوموړی وایي، په دوهم قدم کې یې د تفصيلي او انکشافي پلانونو داخلي ستونزي په ګوته کړې او په درېیم هغه کې یې د پلانونو له مخې د تالقان ښار د ښاروالۍ ریاست له لوري د پلان خلاف پيدا شوي تخلفات په نښه کړل.
دغه راز، د ښاروالۍ له خوا د مالياتي ټيکس په بدل کې له ویزه سکېچ پرته جوړې شوې ودانۍ په تفصيلي پلان کې په نښه شوې.
محترم حقاني زیاته کړه، په څلورم ګام کې یې د تالقان ښار د خلکو له خوا رامنځته شوي تخلفات په تفصيلي پلان کې په نښه کړل او د اسنادو له مخې یې د پنځه پوړیزه او لس پوړیزه ويزه شويو ودانيو، خپل سري تعديل شوې ودانۍ په نښه کړې.
محترم مولوي عبدالمنان حقاني وایي، اوس هم په تالقان ښار کې د تخلفاتو د مخنیوي رياست ټيم نظارت او بررسي دوام لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ټولو هېوادوالو غواړي چې له ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړي او هڅه دې وکړي چې ښار بې نظمه نه کړي.
