په فراه ښار کې د درېیو سړکونو د ویالو د سنګ کارۍ له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۱۲
فراه ښار

۱۴۴۷/۰۵/۲۹

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، چې د فراه ښار په دوهمه او درېیمه ناحیه کې د څو مهمو سړکونو د ویالو د اعمار چارې روانې دي او د یاد ریاست تخنیکي ټیم پرې منظم نظارت کوي.

ښاغلي مولوي استقلال وویل، دغه پروژه د زرعتي بانک اړوند سړک، د قلعه محمد ختیځ سړک، او د مسجد قاضي ختیځ سړک د اوبو‌لارو د اعمار په برخه کې عملي کېږي، د دغو سړکونو ویالې د ښار د باراني ‌اوبو د منظمې تېرېدنې، د ښاري چاپېریال د ښه والي او د ښار د پاک ساتلو لپاره ځانګړې شوې دي.

ښاغلی مولوي نصرالله استقلال وایي چې د پروژې ټول پړاوونه د نقشې، انجنیري اصولو او تدارکاتي شرطنامې مطابق پر مخ ځي، او د کیفیت د ساتنې لپاره هره برخه د تخنیکي ټیم له لوري څارل کېږي.

د فراه ښار اوسېدونکي د دغو چارو هرکلی کوي او وایي چې د ویالو جوړېدو سره به د اوبو د بندېدو، خټې، کثافاتو او د سړکونو د تخریب ستونزې کمه شي، او ښار به لا پاک، منظم او ښایسته شي.

د فراه د کور او ښار جوړولو ریاست په ښار کې د اوبو‌لارو، سړکونو او ښاري شبکو د جوړولو او بیارغونې پروژو ته لومړیتوب ورکوي او د ښاروالۍ سره په همغږۍ د ښاري خدماتو د ښه والي لپاره خپلې هڅې پراخوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار پنځمې ناحیې د سره میاشت ښارګوټي له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني تعدیلي پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د سروبي ولسوالۍ د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانۍ د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانیو د ساحې د توپوګرافي سروې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت