د سروبي ولسوالۍ د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانۍ د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۱/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانیو د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.
یاده سروې د ودانیو د ساحې د دقیقې مساحت ټاکلو او د اړوندې ودانیزې پروژې د پلان د ترتیب په موخه ترسره کېږي.
د سروې په دې پړاو کې د ساحې تخنیکي معلومات، حدود، ابعاد او نور اړین انجینري معلومات راټولېږي، ترڅو د راتلونکو ودانیزو چارو لپاره دقیق تخنیکي بنسټ برابر شي.
د یادونې وړ ده، چې د توپوګرافي سروې د ودانیزو پروژو د معیاري پلان جوړونې او دقیق تطبیق له مهمو تخنیکي پړاوونو څخه شمېرل کېږي.
