د جوزجان د زراعت ریاست اړوند دهټیو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۵۲
جوزجان

۱۴۴۷/۰۵/۲۶

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کرنې، اوبو لګوولو او مالدارۍ ریاست اړوند د هټیو د رغونې له روانو چارو څخه تخنیکي لیدنه او څارنه وکړه.

یاده لیدنه د کور او ښار جوړولو محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان او د نظارت مسؤلو انجنیرانو له ‌خوا ترسره شوه. په دې لیدنه کې د سپلو او رینګونو کندنکاري، سیخ ‌بندۍ او د شفته اچونې چارې وکتل شوې او د کار د کیفیت د خوندیتوب په موخه تخنیکي سپارښتنې وشوې.

د کور او ښار جوړولو محترم رئیس د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې ټولې ودانیزې چارې د نقشې، احجامو، تدارکاتي شرطنامې او د انجینري معیارونو له مخې ترسره کړي. همدارنګه، د پروژې د اغېزمنتیا او کیفیت د لوړولو په موخه یو لړ تخنیکي نظریات هم د څارونکي انجنیر له‌خوا وړاندې شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت او اړوند ولایتي ریاستونه د دولتي ادارو، عامه تاسیساتو او پرمختیایي پروژو د طرحې، ډیزاین او تطبیق څارنه کوي، څو ټول رغنیز کارونه د انجینري اصولو او ملي معیارونو پر بنسټ په سمه توګه ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت