د غیرپلاني سیمو د بهسازۍ درې پلانونه ویزه او ولایتونو ته د تطبیق لپاره واستول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۱۹
پلان بهسازی

۱۴۴۷/۰۵/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د غیرپلاني سیمو د بهسازۍ ریاست وایي چې د هېواد د ښارونو د غیرپلاني ساحو لپاره درې بیارغونې پلانونه طرحه شوي او د عملي کېدو لپاره اړوندو ولایتونو ته سپارل شوي دي.

د ښار جوړولو او بهسازۍ د عمومي ریاست سرپرست، محترم ډاکټر احمد رضایي، څرګنده کړه چې دغه درې ویزه شوي پلانونه د فاریاب ولایت د میمنې ښار د شپږمې ناحیې د قطور ساحې، د فراه ښار د څلورمې ناحیې لوېدیځې برخې، او د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې د ابوایوب انصاري سیمې پورې تړاو لري.

نوموړي وویل چې د قطور ساحې لپاره د کانالیزېسیون شبکې او د اوبو رسولو پلان، او د کاري احجامو لست هم ترتیب او براورد شوي دي.

ډاکټر رضایي زیاته کړه، چې د فراه ښار د عسکرآباد او قلعه موزیک غیرپلاني سیمو، او د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو ښار د لومړۍ، دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه ۸۵ سلنه بشپړ شوي او ډېر ژر به بشپړ شي.

هغه وړاندې وویل چې د کندهار ښار د چوني غیرپلاني سیمه او د نیمروز ولایت د زرنج ښار لومړۍ ناحیې ساحې (حاجي خلیل، مهاجرآباد، خیرآباد او نفس ‌خان) هم سروې شوي او د بهسازۍ د پلان لپاره د کروکي او توپوګرافۍ کارونه پرې ترسره شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په وینا، دغه پلانونه د ښارونو د غیرپلاني سیمو د اړتیاوو، د نفوسو د تراکم، ښاري ترانسپورټ او نورو ضروري ښاري شاخصونو د تخنیکي ارزونې له مخې ترتیبېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۱۹
Background image

د ودانیزو توکو د خاورې د نمونې اخیستنې او لابراتواري ازموینو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د مصؤنو اسنادو د چاپ پروژې اړوند، په جیو سرچ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

د کندهار ولایت د سپین بولدک بندخونې د ودانیزې پروژې له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې مدیریت تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د زندانونو د چارو د سمون ریاست اړوند د سپین بولدک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت