غزني ولایت کې د دوه مسجدونو او یوې بلې پروژې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۹:۵۷
غزنی

۱۴۴۷/۴/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د مستوفیت ریاست کې د یو محراب مسجد شریف له چارو څارنه وکړه، چې په ترڅ کې یې قراردادي شرکت ته لازم هدایات ترسره شول.

ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، دمګړۍ په ساحه کې د پایو نصبولو لپاره د سیخ تړلو کار دوام درلود.

دغه راز هغه زیاتوي چې یو بل مسجد د غزني ښار په مرکز کې د جوړېدو په حال کې دی چې له چارو یې څارنه وشوه.

نوموړی وایي، د دغه مسجد شریف د دېوالونو پلستر چارې روانې دي او په تړاو یې قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې.

او درېیمه پروژه دا چې د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ اداري تعمیر د جوړېدو له چارو هم څارنه وشوه.

د معلوماتو له مخې، په ساحه کې د سیخ تړلو چارې دوام لري، چې د کیفیت کنترول لپاره د سیخ د ازموینې لارښوونه ورته وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د کندهار ښار د نهمې ناحیې په مارکیټونو کې د سرغړونو د اصلاح لپاره څارنه او خبرتیا ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د کندهار ښار اړوند د نهمې ناحیې په دوو مارکیټونو کې چې پیکونه یې په عامه پلې‌لارو کې ځای پر ځای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۱
Background image

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې له ښاري سرغړونو څخه څارنه او عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار پنځمې ناحیې، کمپنۍ سړک، له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د کابل ښار د خواجه رواش ښارګوټي له ښاري سرغړونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د یاد وزارت د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د نظارت ریاست اړوند تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت