د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۲۵
ناحیه پنجم شهر کابل

۱۴۴۷/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، ګډ تخنیکي ټیم یې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي لپاره، د یادې ناحیې له بېلا بېلو برخو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د څارنې ساحې کې خوشحال خان سیمه (د پولیتخنیک پوهنتون مخامخ)، د شمع چوک او د پنځمې ناحیې شاوخوا سیمې شاملې وې.

نوموړی وایي، په ځینو ودانیو کې د کارونې د نوعې بدلون او د ټاکل شوي لوړوالي څخه د زیات لوړوالي تخلفات تر سترګو شول.

محترم مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د عامه پوهاوي پلاوي د پروژې مالکینو ته د رسمي جواز اخیستلو او د ساختماني اصولو او معیارونو د مراعت اهمیت په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز، د ودانیو مالکینو ته سپارښتنه شوې چې خپل رسمي اسناد او جوازونه د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو وروسته د تصویب شويو پلانونو سره د سمون له مخې د احتمالي تخلف په صورت کې اړوند قانوني اقدامات ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې د پروژو د پلي کولو په مهال ښاري قوانین او اصول په پام کې ونیسي او هڅه دې نه کوي چې ښار بې نظمه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

د ښاري پلانونو د چمتو کولو په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت او د ښاروالیو د انسجام لوی ریاست ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱۵

د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ، د ښاري پلانونو د چمتو کولو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

راستنو شویو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش کچه تر ۵۵ زره پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې له لوري په یوویشت ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرینو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر د وزارت د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت