په فاریاب کې د سوپرمارکېټ او استوګنیزې ودانۍ د اعمار ۷۵ سلنه کار بشپړ شوی

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۲۹
ولایت فاریاب

۱۴۴۷/۰۴/۰۹

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو  ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د میمنې ښار د ناحیوي مدیریت اړوند د سوداګریز سوپرمارکېټ او استوګنیزې ودانۍ د اعمار له پروژې څخه څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي ذوالفقار وویل، د یادې ودانۍ د اعمار چارې شاوخوا ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي چې ټول کارونه د نقشې او انجنیري معیارونو مطابق پرمخ تللي دي.

دنوموړي په خبره، د قارادادي شرکت مسؤلینو لازمې لارښوونې وشوې، چې پاتې کارونه هم د نقشې او انجنیري اصولو سره سم په ټاکلي وخت کې بشپړ کړي.

یاده پروژه د میمنې ښار د ناحیوي مدیریت اړوند د ښاروالۍ په همکارۍ پرمخ ځي چې بشپړېدل به یې د سوداګریزو اسانتیاوو ترڅنګ د خلکو د استوګنې اړتیاوې هم پوره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت