بلخ کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د کار کوونکو د ظرفیت لوړولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۳۵
وزارت شهرسازی

۱۴۴۷/۰۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو چارو ریاست په نوښت د شمال زون (بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب او جوزجان) ولایتونو د کور او ښار جوړولو ریاستونو د کار کوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، دغه روزنیز ورکشاپ چې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې پیل شو، موخه یې دا ده چې د یادو ولایتونو د ریاست د مسلکي ټیمونو او کار کوونکو مسلکي او تخصصي مهارتونه لا لوړ شي.

په ورته وخت کې، د کار کوونکو چارو ریاست د ښوونې او د ظرفیت لوړونې امریت محترم امر پښتون مراد وایي، په ورکشاپ کې به ګډونوال د تخنیکي سروې، د غیرپلاني ساحو د پراختیايي پلان جوړولو، د ودانیو ډیزاین، د کار کوونکو ارزونې او د استخدام د پروسې پر برخو عملي او نظري زده کړې ترلاسه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او زونونو کې د د خپلو کار کوونکو د کاري ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیزو پروګرامونو د پراخولو هڅې پیل کړي دي، چې تمه ده ورسره به د کار کوونکو مسلکي ظرفیت لوړ، ښاري پراختیايي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت