ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنیز فعالیتونه ترسره شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۳۴
ارزګان

 

۱۴۴۷/۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو د پېژاندنې او مخنیوي په موخه څارنیز فعالیتونه پیل کړل.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د تخلفاتو د مخنیوي ځانګړي ټیم له ‌خوا د ترینکوټ ښار اړوند د لومړۍ ، دوهمې، درېیمې او څلورمې ناحیې له ودانیز وضعیت څخه څارنه وشوه.

نوموړی وایي، یاده څارنه په ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس حاجي ملا روح‌الله (ابواحمد) په لارښوونه ترسره شوې ده.

مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په څلورمه ناحیه کې د یوې استوګنیزې نمرې پر سر، یو تن هڅه کوله چې په غیر قانوني ډول د سوداګریزو موخو لپاره ودانۍ جوړه کړي.

مولوي حقاني زیاتوي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ټیم له ‌خوا ورته لازمې مشورې او قانوني سپارښتنې وشوې، او یاد شخص ته وضاحت ورکړل شو چې یاده ساحه د استوګنې لپاره ځانګړې شوې ده، او باید د ښار د منظور شوي پلان مطابق کار پرې وشي.

نوموړی وایي، د موضوع په تړاو اړوند ښاروالۍ ته هم خبر ورکړل شو، تر څو قانوني کړنې ترسره کړي.

دغه راز، د یاد ټیم له‌ خوا د ښار د پلانونو او ښاري نظم په اړه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت، له دې څارنې څخه موخه د ښاري بې‌نظمۍ او تخلفاتو مخنیوی، د ښاري پلان تطبیق، او د یو منظم، معیاري او ښایسته ښار جوړول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت