په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي د ۴۷۵ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۱
ننګرهار

۱۴۴۷/۰۳/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ایس ریاست په مشرۍ د تخنیکي ټیم له لوري د ننګرهار ولایت د خوګیاني ولسوالۍ د ارغچ کلي په ساحه کې د مهاجرینو د ښارګوټي د ۴۷۵ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه.

د سروې او جي‌ ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر یوسف لطیف وویل چې د دغې سروې هدف د ځمکې د کره معلوماتو راټولول، د ښارګوټي د منظم پلان جوړولو لپاره تخنیکي بنسټ برابرول او د راتلونکو پرمختیایي پروژو د تطبیق زمینې برابرول دي.

د یادولو وړه ده، د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ښارونو د منظم پلان، مهاجرینو او بېځایه شوو لپاره د هستوګنې د مناسب ښارګوټو د جوړولو او د ښاري خدمتونو د برابرولو لپاره پر خپلو اوږدمهالو برنامو کار کوي او دغسې تخنیکي سروې ګانې د پروژو د عملي کېدو لومړنی او اړین ګام ګڼل کېږي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۲۹
Background image

د چارو ادارې له استازو سره د حمایوي پروسو پر تثبیت او پېژندنه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۳/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، په خپل کاري دفتر کې د چارو ادارې له محترمو استازو سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د حمایوي (اداري او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د اټومي انرژۍ ادارې د جوړېدونکې ودانۍ د ستونزو د حل په موخه غونډه وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ  او د اړوندو ریاستونو په ګډون، د اټومي انرژۍ ادارې د ودانۍ د ستونزو د حل لپاره غونډه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

د غزني ښار په بېلا بېلو پلانونو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ښار په لومړي، دوهم او درېیم پلان کې د. . .

BACK TO NEWS