د پل‌علم ښار د داخلي سړک د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۱۴
لوګر

۱۴۴۸/۳/۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد سړک د قیر اچونې چارو څخه څارنه وکړه، د څارنې پر مهال د سړک د قیر اچونې چارې په عملي ډول روانې وې او د کار د کیفیت او تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه د پروژې د تطبیق بهیر له نږدې وکتل شو.

د سړک د قیر اچونې چارې به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي او له بشپړېدو وروسته به یاد سړک په رسمي ډول د ښاریانو د استفادې لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پل‌علم ښار د داخلي سړک د رغونې پروژه د ښاریانو د تګ ‌راتګ د اسانتیا، د ښار د داخلي ترانسپورتي بهیر د ښه والي او د ښاري زېربناوو د پیاوړتیا په برخه کې مهمه پروژه بلل کېږي.

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پروژې د تطبیق پر مهال قراردادي شرکت  مسؤلینو ته لارښوونه کړې، چې د قیر اچونې چارې د تخنیکي معیارونو او پروژوي مشخصاتو مطابق ترسره او د کار کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د یادې پروژې له بشپړېدو سره به د پل‌علم ښار د اوسېدونکو لپاره د تګ‌راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیا رامنځته او د ښار د داخلي سړکونو د ترانسپورتي بهیر په ښه والي کې به اغېز ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت