د پروان ولایت سرخ‌ پارسا ولسوالۍ د بازار ۵۲ جریبه ځمکه توپوګرافي سروې شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۳۸
پروان

۱۴۴۷/۰۳/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په سرخ ‌پارسا ولسوالۍ کې د بازار ساحه چې ۵۲ جریبه ځمکه ده، د توپوګرافي سروې کړه.

ښاغلي انجنیر لطیف وویل، د دې کار موخه د دقیقو معلوماتو راټولول او د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره تخنیکي زمینې برابرول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د توپوګرافي سروې له لارې هڅه کوي، چې د ښارونو د علمي او معیاري پلانونو لپاره دقیق معلومات برابر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت