د کابل ښار دویمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو پر وړاندې څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۴
کابل

۱۴۴۷/۰۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ښاري سرغړونو تخنیکي ټیم د خپلو پرله‌ پسې فعالیتونو په لړ کې د کابل ښار دویمه ناحیه کې (له ده افغانانو څخه تر د قوای مرکز درې لارې پورې) سیمې پورې د کابل د ماسټر پلان یا د ښار د عمومي ډیزاین چوکاټ له مخې څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، دغه نظارت د ماسټر پلان په چوکاټ کې د کارونې د مخلوط او لوړپوړو ودانیو سیمو باندې ترسره شو، چې په یاده سیمه کې چې پخوانی کابل او غیر پلان شوې ساحې هم پکې شاملې وې، هیڅ ډول ښاري سرغړونه ونه موندل شوه.

د نوموړي په خبره، د دې څارنې اصلي موخه د کابل د ماسټر پلان د سم تطبیق ډاډ ترلاسه کول دي، څو د ښار پراختیا د پلان سره سم او د ښاري اصولو پر بنسټ پر مخ ولاړه شي.

د یادولو ده، د ښاري اصولو رعایت نه یوازې د ښاري چاپېریال خونديتوب لپاره مهم دی، بلکې د ښار د اوسېدونکو د ژوند کیفیت لوړولو کې هم ستر رول لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت