په ارزګان کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ترینکوټ ښار له ټولو ناحیو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۲/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، په ارزګان ولایت کې د دې ریاست اړوند ټيم لخوا د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو.
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس حاجي ملا روح الله (ابواحمد) په لار ښوونه د ترینکوټ ښار له ټولو ناحیو څخه د تخلفاتي ټیم له خوا پراخ نظارت ترسره شو، ترڅو د ښاري سرغړونو مخه ونیول شي.
ښاغلي حقاني وویل، د دغه نظارت پر مهال، د ترینکوټ ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د هغو هټیو مخه ونیول شوه چې غوښتل یې په شنه ساحه کې یې جوړ کړي.
د نوموړي په خبره، سربېره پر دې، د ښار د پلانونو په اړه عامه پوهاوی هم ترسره شو او خلکو ته وویل شول چې خپل تاسیسات د ښار د پلانونو سره سم جوړ کړي، ترڅو ښارونه په معياري بڼه اباد او منظم پاتې شي.