د کابل ژوبڼ د پراختیا په موخه د لوړپوړو چارواکو ګډه ناسته ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۳:۳۷
وزیر

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت، عدليې وزارت، کورنیو چارو وزارت، او د ملي چاپېریال ساتنې ادارې د استازو ترمنځ ګډه غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د تېرې ناستې د پرېکړو او پرمختګونو په تړاو محترم وزیر او نورو ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې شول، او د هغو سیمو په اړه تفصیل شریک شو چې د کابل ژوبڼ د انتقال لپاره تر بحث لاندې دي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو محترم وزیر به د یو ګډ پلاوي په ملتیا، د اوسني ژوبڼ ترڅنګ د کابل قرغې سیمه، نوی کابل ښار، او نور د پام وړ ځایونه له نږدې وګوري، او تر کتنې وروسته به د ژوبڼ د انتقال او پراختیا لپاره وړاندیز د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله محترم حضور ته وړاندې شي.

دغه راز، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له کابل ښاروالۍ او د اراضۍ له ادارې وغوښتل چې د موجوده ژوبڼ شاوخوا ځمکې برخلیک او اندازه معلومه کړي، چې څومره ساحه پخوا استملاک شوې او څومره ځمکه لا هم د استملاک اړتیا لري.

ښاغلي وزیر ټینګار وکړ، چې څومره ژر چې کېدای شي باید د امیرالمؤمنین حفظه الله حکم عملي شي او یاد ژوبڼ پراخ او په چارو کې یې پرمختګ رامنځته شي.

یاده ناسته د ښاري پلانونو، چاپېریال ساتنې، او د عامه خدمتونو د ښه والي په موخه یو مهم ګام و، چې د یو پراخ، عصري او معیاري ژوبڼ د جوړېدو زمینه به برابره کړي.

اوسنی کابل ژوبڼ، نه یوازې د تفریح ځای دی، بلکې هر کال زرګونه محصلین د علمي سفرونو لپاره او د ښوونځیو زده ‌کوونکي د تفریح او معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ورځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

په هلمند کې د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو تخنیکي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو په موخه د یادې ساحې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت